# Pashto Sahih Bukhari — پښتو صحیح البخاري

> Pashto translation of Sahih al-Bukhari Hadith collection. (iPhone/iPad app by Obaidullah Hussam.)

- Source: https://appshunter.io/ios/app/pashto-sahih-bukhari/id1619665968 (this page in markdown: same URL + `.md`)
- Developer: [Obaidullah Hussam](https://appshunter.io/developer/1619616795)
- Category: Books, Education
- Price: Free
- Rating: 4.74/5 from 68 App Store ratings · 28 written reviews indexed
- Age rating: 4+
- Requires: iOS 12.0 · 40 MB
- Languages: English
- Released: 2022-04-26
- Data updated: 2026-06-10
- Monetization: free
- User reviews in markdown: https://appshunter.io/ios/app/pashto-sahih-bukhari/id1619665968/reviews.md

## What is Pashto Sahih Bukhari?

Pashto Sahih Bukhari, the first Pashto Hadith App, was developed by a team of Afghan professionals from Mizan Online Academy and Eman Studio. This App provides you with the Pashto translation of the most famous, authentic Hadith book, Sahih al-Bukhari. The App technical team is consistently working to improve the functionality of the App in order to provide you with a free access to thousands of Hadiths from Sahih al-Bukhari.

دا د صحیح البخاري پښتو اپلیکېشن دریمه ګڼه یا ورژن دی (Version 3.0).
تر دې دمه په دغه اپلیکیشن کې څه باندې (۲۵۰۰) مبارک حدیثونه له پښتو ژباړې سره ځای پرځای شوي دي. 
زموږ ټیم په چټکۍ کار کوي چې نژدې راتلونکې کې د بخاري شریف ټول حدیثونه له پښتو ژباړې سره دې اپلیکیشن ته ور اضافه کړي.
یادونه: که تاسې په دې اپلیکیشن کې کومه تېروتنه ولیدله، د مهرباني له مخې یې زموږ ایمیل ادرس ته له سکرین شاټ سره راواستوئ. له دې سره به تاسې هم د خیر په دغې بهیر کې برخه واخلئ او ثواب کې به شامل شئ.
زموږ ایمیل ادرس:
Info@mizanacademy.org
ولې مو د صحیح البخاري پښتو اپلیکیشن جوړ کړ؟
که تاسې د موبایلونو د اپلیکیشنونو په زیرمو کې ولټوئ، د نړۍ په مشهورو ژبو پکې د صحیح البخاري ژباړو څخه جوړ شوي اپلیکیشنونه موندل کېدای شي، خو یوازینۍ ژبه چې د دغه معتبر کتاب اپلیکیشن پکې نشته، پښتو ده. نو د همدې تشې ډکولو لپاره موږ صحیح البخاري په پښتو روانه ژبه وژباړه ترڅو د ټکنالوژۍ په برخه کې دغه تشه ډکه شي.
کاري ډله:
د نبوي مبارکو حدیثونو د دغه معتبر کتاب پښتو ژباړه د میزان انلاین اکاډمي او ایمان سټډیو لخوا چمتو شوې ده.
د خیر په دې پروژه کې له څه دوه کلونو راهیسې لس کسیز ټیم په کار بوخت دی.
د حدیثونو پښتو ژباړه د شرعیاتو لیسانس او د شرعي علومو استاد فریدالله الکوزي کړې ده.
ددې کتاب تدقیق او سمونه په شرعي علومو دوکتور اسدالله حسام کړې.
پښتو متن ته بیاکتنه یې شاعر او لیکوال کرامت الله وردک کړې.
وروستۍ بیاکتنه او املايي سمونه یې د  شرعي علومو ماسټر عبیدالله حسام کړې.
مالي ملاتړ:
د دې اپلیکیشن مالي ملاتړ اروپا میشتو درې افغان ځوانانو کړی چې نومونه یې په لاندې ډول د یادولو وړ دي:
فیصل پاڅون، زبیر احمد عثماني او عبدالجبار افغان.
د اپلیکیشن تخنیکي کارونه او ډیزاین خوشحال سعیدي ترسره کړي دي.

دوی ټولو تر اخري حده هڅه کړې چې د صحیح البخاري پښتو ژباړې اپلیکیشن له هر اړخه په اوسنیو معیارونو برابر جوړ کړي.
د اپلیکیشن جوړولو هدف یوازې د اسلامي شریعت خدمت او د الله تعالی د رضا ترلاسه کول دي او بس!

د صحیح البخاري پښتو ژباړې لپاره مو لاندې تګلاره غوره کړې ده: 
موږ د صحیح البخاري پښتو ژباړه له سره ولیکله او ټوله هڅه مو دا کړې چې ددې عظیم کتاب پښتو ژباړه روانه او عام فهمه وي. 
له وړاندې په پښتو ژبه د صحیح البخاري کتابي ژباړې موجودې دي، خو موږ ځکه دا ژباړه له سره ولیکله چې یو خو یې ژبه عام فهمه او معیاري کړو، ترڅنګ یې اپلیکیشن په هغو امکاناتو سمبال جوړ کړو چې خلک وکوای شي پښتو یا عربي متن یې د تحقیق پرمهال په اسانۍ کاپي او پيست کړي، په اسانۍ حدیثونه ولټولی شي او ټولنیزو شبکو کې یې شریک کړای شي. نو د همدې لپاره مو د صحیح البخاري د ټولو مبارکو حدیثونه پښتو ژباړه له سره ولیکله.

۱- د پښتو ژباړې لپاره مو له لاندې مراجعو څخه ګټه اخستې:
الف: موږ په حقیقت کې د تاج البخاري د پښتو ژبې عبارت ساده کړی دی او له سره مو لیکلی دی او د ژباړې لپاره مو ډېره ګټه له دې همدې کاب څخه اخیستې. "تاج البخاري" د بخاري شریف شرح ده چې  پښتو ژبې ته مولانا محمد امین دراني ژباړلې ده.
ب: ددې ترڅنګ مو د پښتو ژباړې لپاره له "فتح الباري"، "عمدة القاري"، "فیض الباري" او ځینو نورو کتابونو څخه ګټه اخیستې. د اړتیا په وخت کې مو د بخاري شریف فارسي ژباړې څخه هم ګټه اخستې.
۲ـ  که د ژباړې پرمهال ځینو الفاظو ژباړه کې له ستونزې سره مخ شوي يوو او په تاج البخاري کې په سم ډول نه شوای موندل کېدای نو بیا مو د بخاري شریف له شرحو څخه د متن په ژباړه کې ګټه اخیستې.
۳ـ  د حدیثونو شمېرې مو په داسې ډول تنظیم کړي دي، چې کومو شمېرو ته حدیث نشته بیا مو یو حدیث ته دوه یا درې شمېرې ورکړي دي. د دې لپاره که څوک غواړي چې حدیث ومومي نو په اسانۍ سره ورته لاس رسی موندلی شي. او د شمېرو ترتیب مو په ډېر ځایونو کې د بخاري شریف له فارسي ژباړې څخه راخيستی، ځکه د شمېرو ترتیب یې تر نورو منظم و.
۴ـ  قرآني ایتونه او د هغې ژباړه مو په دغه {} ډول قوس کې لیکلې.
۵ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا او د هغې ژباړه مو په دغو «» قوسونو کې لیکلې تر څو له نورو ویناو څخه ځانکړې وي.

.....

## Key features

- Pashto translation of Sahih al-Bukhari
- Thousands of Hadiths available
- Continuous functionality improvements
- Easy to copy and paste text
- Searchable Hadiths
- Share Hadiths on social media

## Recent user reviews (10 of 28)

All indexed reviews: https://appshunter.io/ios/app/pashto-sahih-bukhari/id1619665968/reviews.md

### 5/5 — ‏ما شاء الله تبارك الله

*2026-01-04*

خدای پاک د درڅخه راضي شي ، او بله دا خبره چې دغه حديثونه چې نور هم په ښه او منظم ډول وليکل شي ښه به وي ، نور کاريالونو ته هو آنکشاف ورکړی ، لکه د مثال په ډول د لمونځ ژباړې ، پښتو قاموس ، پښتو ليکدړه سره د ژباړې ، د آذکارو ، او داسې نور او دغه کاريال هم تازه کوی داسې نه چې په لسو مياشو کې يو ور نور يي هم عصري کړی .
«په درنښت »
محترم ناحر

### 5/5 — Amazing app

*2025-11-17, version 1.8.6*

Amazing app

### 5/5 — ارزښت ورکول

*2025-08-29*

السلام علیکم و رحمة الله 
الله تعالی دې ټولو ملګرو ته اجر ورکوي چې په دې مبارک کار کې یې مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه اخیستې ده. الله تعالی دې تاسو ته دغه کار په صدقه یې جاریه کې حساب کړي او تاسو ته د نورو سترو کارونو توفیق غواړو.

### 5/5 — ماشـــاالله ماشـاالله

*2025-04-23*

🌷الله ما💝شـــــــــــــــــــــــا🌷الله ما💝شـــــــــــــــــــــا🌷الله ما💝شـــــــــــــــــــا🌷الله ډیـرشــــــــــــــــــــکلی💓 💟💓 Nice

### 5/5 — :

*2025-03-25, version 1.8.6*

بیخی په زړه پوری دی مګر که تشریح یی نوره هم اضافه شی نو بیخی به ښه وی

### 4/5 — ماشاءالله

*2025-03-20, version 1.8.6*

په زړه پوری .

### 5/5 — پښتو بخاری شریف – یو ارزښتناک دیني خدمت

*2025-03-18, version 1.8.6*

عبیدالله حسام چې “پښتو بخاری شریف” ژباړلی او تفسیر کړی، دا د پښتو ژبې او اسلامي علومو لپاره یو ډېر مهم خدمت دی.

مثبت بیاکتنه:
“پښتو بخاری شریف” د عبیدالله حسام له‌خوا یوه مهمه دیني پروژه ده چې پښتو ژبو مسلمانانو ته د حدیثو د لویو مجموعو څخه یوه مهمه مجموعه په خپله مورنۍ ژبه وړاندې کوي. دا کتاب نه یوازې د احادیثو ژباړه ده، بلکې د هغه تشریح او تفسیر هم پکې شامل دی، چې عام لوستونکي ته اسانه او روښانه فهم وړاندې کوي.

د کتاب ځانګړتیاوې:
	•	ساده او روانه پښتو ژبه، چې عام خلک یې هم په اسانه درک کولی شي.
	•	علمي او موثق تشریحات، چې د مختلفو علماوو نظرونه پکې شامل دي.
	•	د دیني زده کړې لپاره ګټور اثر، چې زده کوونکي، دیني عالمان، او عام مسلمانان ترې استفاده کولی شي.

عبیدالله حسام دا کار په ډېر اخلاص او محنت کړی، او د پښتو ژبې د دیني ادب لپاره یو ارزښتناک اضافه ده. دا کتاب هغو کسانو ته ځانګړی توصیه کوم، چې غواړي د حدیثو علم ته ژور نظر وکړي او د اسلام مبارک دین ښه درک کړي.

الله دې دا خدمت قبول کړي او ټول لوستونکي دې ترې ګټه واخلي!

### 5/5 — JZK

*2025-02-13*

I hope to meet you in this Dunya and be in your friends circle, or I will definitely meet you in Jannah. In sha Allah

### 5/5 — It is wonderful app about learning Islamic Hadith

*2024-06-08*

It is wonderful app about learning Islamic Hadith

### 5/5 — Allah bless you!

*2024-03-21, version 1.7.0*

The greatest and useful app for Pashton people, allah will give you Sawab/Reward, and the most muslim people praying/Dua will be with you, allah hifzukumallah!❤️

## Frequently asked questions about Pashto Sahih Bukhari

### What is Pashto Sahih Bukhari?

Pashto Sahih Bukhari is a mobile application that offers the Pashto translation of Sahih al-Bukhari, one of the most famous and authentic Hadith collections. It was developed to make this important Islamic text accessible to Pashto-speaking users on their mobile devices.

### What are the key features of this app?

The app provides a Pashto translation of Sahih al-Bukhari, with a growing number of Hadiths available. Users can easily copy and paste text, search for Hadiths, and share them on social media. The developers are committed to continuous improvements and adding more content.

### Is this app free to use?

Yes, the app is completely free to use. The developers aim to provide free access to thousands of Hadiths from Sahih al-Bukhari as part of their service to the Islamic community and to seek divine pleasure.

### What is the primary goal of developing this app?

The primary goal was to fill the gap of having a Sahih al-Bukhari application in the Pashto language, as such applications were available in many other major languages but not in Pashto. The developers also aim to serve Islamic Sharia and gain the pleasure of Allah.

### How can I report an error or suggest improvements?

If you encounter any errors or have suggestions for improvement, you can report them by sending an email with a screenshot to Info@mizanacademy.org. This helps the development team to enhance the app and allows you to participate in this charitable endeavor.

## Version history (last 5 releases)

### 1.8.6 — 2025-02-11

New Search Options:
- Now you can search Hadith by its Number
- Searching bugs fixed.
some other minor bugs are fixed.

### 1.8.5 — 2025-02-05

Fixed the reading page UI bug.
Change text different UI text size.

### 1.8.0 — 2025-01-15

Exciting update!
Thousands of new hadiths with Pashto translations have been added.
Enhanced UI for a better experience.
Bug fixes for smoother performance.

### 1.7.0 — 2023-03-03

- New 1000 Hadiths (totally 2500)
- minor fixations
- some bugs fixed

### Bukhar1.2.0 — 2022-10-14

- New 500+ hadiths are added.
- bugs fixed

## Apps similar to Pashto Sahih Bukhari

| App | Rating | Price | Category |
| --- | --- | --- | --- |
| [Translations of Quran meanings](https://appshunter.io/ios/app/translations-of-quran-meanings/id1561769281) | 5.0 (8) | Free | Books |
| [Quran Study Learn Word by Word](https://appshunter.io/ios/app/quran-study-learn-word-by-word/id1447827034) | 4.8 (1,539) | Free | Books |
| [Noorani Qaida (English)](https://appshunter.io/ios/app/noorani-qaida-english/id1523980041) | 4.3 (18) | Free | Books |
| [Al Quran (Tafsir & by Word)](https://appshunter.io/ios/app/al-quran-tafsir-and-by-word/id1437038111) | 4.8 (19,029) | Free | Books |
| [Sahih Al-Bukhari Audio English](https://appshunter.io/ios/app/sahih-al-bukhari-audio-english/id941797547) | 4.0 (6) | Free | Books |
| [Quran Stories in Islam](https://appshunter.io/ios/app/quran-stories-in-islam/id423210033) | 4.7 (33) | Free | Books |

---

*Data collected daily from the US App Store and indexed by [AppsHunter](https://appshunter.io/). User reviews are verbatim App Store reviews. Ratings, prices and chart positions refresh continuously; this snapshot is from 2026-06-10.*
